د ترکیې ملکي‌ هوايي چلند شرکت ترکش ایرلاینز کابل ته د خپلو پروازونو شمیره لوړه کړه

د ترکیې د ملکي‌ هوايي چلند شرکت ترکش ایرلاینز افغانستان ته د خپلو الوتنو شمیره لوړه کړه.

1651430
د ترکیې ملکي‌ هوايي چلند شرکت ترکش ایرلاینز کابل ته د خپلو پروازونو شمیره لوړه کړه

 

ترکش ایرلاینز د پلازمینې کابل سربیره مزار شریف ښار ته هم د خپلو الوتنو شمیره لوړه کړه.

د ترکش ایرلاینز هوايي شرکت د کابل د څانګې مسئول احمد اولوداغ د اناتولیا خبري‌ اژانس ته ویلي‌ دي‌ چې  دې شرکت د افغانستان پلازمینې کابل ته د پروازونو شمیره په اونۍ کې د ۷ نه ۱۰ ته لوړه کړې ده .

هغه ویلي‌ دي‌ چې ترکش ایرلاینز یواځنی بهرنی شرکت دی چې د کرونا ویروس د پراخې وبا ناروغۍ په دوران کې  کابل ته د خپلو الوتنو شمیره لوړه کړې ده .

هغه زیاته کړې ده چې ترکش ایرلاینز د کابل سربیره مزار شریف ښار ته هم د خپلو الوتنو شمیره لوړه کړې ده .

ترکش ایرلاینز چې ددینه مخکې مزار شریف ښار ته په اونۍ کې یو سفر درلود دا رقم يي ۳ سفرونو ته لوړ کړ.

ترکش ایرلاینز اوس مزار شریف ښار ته په اونۍ کې ۳ پروازه لري.



اړوند خبرونه