په کاپیسا کې د واده په مراسمو کې د هاوان مرمۍ لګیدو له امله ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان د کاپیسا په ولایت کې د واده په مراسمو د هاوان مرمۍ د لګیدو له امله لږ تر لږه ۱۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

1648270
په کاپیسا کې د واده په مراسمو کې د هاوان مرمۍ لګیدو له امله ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

د کاپیسا ولایت امنیتي‌ مسئولینو ویلي‌ دي‌ چې  پرون د مې د میاشتې ۲۹ مه نيټه د ماښام په ساعتونو کې د کاپیسا ولایت د تګاب په ولسوالۍ کې د واده په کور د هاوان مرمۍ د لګیدو له امله لږ تر لږه ۱۰ تنه مړه او ۸ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

د کاپیسا ولایت  د پولیسو ویاند شورش خبري‌ رسنیو ته ویلي دي چې دا هاوان د طالبانو لخوا راتوغول شوی دی او پدې پیښه کې وژل شوي‌ او ټپیان ټول ملکي‌ وګړي‌ دي.

د بله یوې بلې سرچینې ویلي‌ دي چې په سیمه کې د طالبانو او حکومتي‌ ځواکونو ترمنځه نښته روانه وه چې په نتیجه کې یو هاوان د واده په کور لګیدلی دی.

د کاپیسا پولیسو ددې برید پر طالبانو اچولې ده خو طالبانو بیا دا برید په کلکه توګه رد کړی دی.



اړوند خبرونه