په افغانستان کې د اختر په لومړۍ ورځ په چاودنو کې ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د افغانستان د کندهار او کندو په ولایتونو کې چاودنې شوي دي

د افغانستان د کندهار او کندوز په ولایتونو کې په درې جلا جلا چاودنو کې ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د کندهار ولایت سیمه ایزو چارواکیو ویلي دي چې نن پنجشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ د کندهار د پنجوايي او میوند پر ولسوالیو کې دوه جلا جلا چاودنې شوې دي.
د کندهار د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزي خبري رسنیو ته ویلي دي چې لومړۍ چاودنه د پنجوايي ولسوالۍ د صالحان په سیمه کې رامنځته شوې ده .
پدې چاودنه کې دوو تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
همداشان دویمه چاودنه د کندهار ولایت د میوند په ولسوالۍ کې رامنخته شوې ده. چاودنې د سړک د غاړې د ماین د چاودنې له امله رامنځته شوي دي.
په دویمه چاودنه کې لږ تر لږه ۵ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د کندهار د پولیسو ویاند ویلي دي چې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شتون لري.
همداشان د افغانستان په شمال کې په کندوز ولایت کې هم د چاودنې نه خبر ورکړ شوی دی.
سیمه ایزو رسنیو ویلي دي چې د کندوز ولایت د سر دوره په ښار ګوټي کې د کوچه هزاده ها په سیمه کې پر ملکي وګړو د سړک په غاړه د ځای په ځای شوي ماین چاودنه شوې .
پدې چاودنه کې ۲ تنه ملکي وګړي مړه او لس تنه نور ټپیان شوي دي.
دا چاودنې پداسې حال کې رامنځته کیږي چې طالبانو د اختر په دریو ورځو کې اوربند اعلان کړی دی.