په زابل کې په مساپر وړونکي‌ بس د سړک د غاړې د ماین د چاودنې له امله ستره فاجعه رامنځته شوه

په زابل کې په یو مساپر وړونکي‌ بس د چاودنې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

1637076
په زابل کې په مساپر وړونکي‌ بس د سړک د غاړې د ماین د چاودنې له امله ستره فاجعه رامنځته شوه

د افغانستان د زابل په ولایت کې  په یو مساپر وړونکې بس د چاودنې له امله ستره فاجعه رامنځته شوې ده .

د زابل ولایت مقاماتو ویلي دي‌ چې  د تیرې شپې په نیمايي کې د زابل ولایت د شهر صفا په ولسوالۍ کې په یو مساپر وړونکي‌ بس موټر د سړک د غاړې د ماین چاودنه شوې چې په نتیجه کې ۱۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۲۳ تنه پکې ټپیان شوي‌ دي.

د پیښې ټپیان کندهار ولایت روغتونونو ته انتقال شوي‌ دي.

د کندهار د میرویس روغتون مسئولینو ویلي‌ دي‌ چې د پيښې یو زیات شمیر ټپیان د درملنې په موخه رسول شوي‌ دي. دوې ورته پوره چمتوالی لري.

د ټپیانو د روغتیايي حالت په اړه څه ندي ویل شوي.



اړوند خبرونه