په زابل کې ټرافیکي پیښې ستره فاجعه رامنځته کړې ده
د افغانستان د زابل په ولایت کې ټرافیکي پيښه کې څه باندې ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده .
1626961
د افغانستان د پلازمینې کابل او کندهار په لویه لاره کې یو مساپر وړونکی بس موټر د یو باروړونکي موټر سره د جنګیدو له ستره فاجعه رامنځته شوه.
د زابل ولایت امنیتي چارواکیو ویلي دي چې دا پیښه تیره شپه د جلدک په سیمه کې رامنځته شوې ده .
یو مساپر وړونکی بس موټر د جلدک په سیمه کې د یو باروړونکي موټر سره وجنګید چې په نتیجه کې ۱۴ تنو مساپرو ژوند د لاسه ورکړی او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
ویل کیږي ددې موټر قربانیان ټول ټول کارګران دي چې د مزدورۍ په موخه هلمند ولایت ته روان وو.
ددې پيښې لامل تر اوسه پورې معلوم ندی. د پیښې په اړه تحقیقات پيل شوي دي.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی