امریکا په راتلوونکې کې افغاستان ته د ځواکونو د استولو پلان نلري

امریکا متحده ایالتونو وویل چې په راتلوونکو کې افغانستان ته یو ځل بیا د وسله والو ځواکونو د لیږولو پلان نلري.

1624442
امریکا په راتلوونکې کې افغاستان ته د ځواکونو د استولو پلان نلري

دا خبره د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کیبري‌ وکړه. هغه وویل چې د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتو نه وروسته امریکا یو ځل بیا  افغانستان ته د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په خاطر د ځواکونو د لیږولو پلان او هوډ نلري.

دا څرګندونې په ورځنۍ خبري‌ غونډه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې.

هغه وویل چې تر اوسه پورې مو د افغانستان د حکومت سره دې هیواد ته په راتلوونکې کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې  په موخه د له سره د ځواکونو د استولو په اړه هیڅډول خبرې ندي‌ کړي.

خو په راتلوونکې کې د افغانستان نه د رامنځته کیدونکي‌ هر ډول تهدید پر وړاندې د مبارزې په خاطر په سیمه کې کافي‌ وسله وال ځواکونه وساتو.

هغه وویل چې په راتلوونکې کې یو ځل بیا افغانستان ته وسله وال ځواکونه ونه لیږو. دې ته اړتیا هم نشته ځکه چې امریکا د نړۍ په کچه د ترهګرۍ پر وړاندې د قوي‌ او پياوړې مبارزې توان لري. هغه وویل که چې د اړتیا پر مهال په نړۍ کې داسې سیمه شتون نه لري‌ چې مونږ يي ونه ویشتلی شو.

د ویلو ده چې د امریکا ولسمشر جو بایدن لنډه موده مخکې د افغانستان نه د ټولو امریکايي ځواکونو  د ویستو د وستو نیټه اعلان کړه. هغه وویل چې  د مې میاشتې د لومړۍ نیټې نه په اعتبار سره به د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتو لړۍ پيل او د سپټمبر  په ۱۱ مه نیټه به بشپړه شي.



اړوند خبرونه