په خوست کې د ګډو ځواکونو پر پوځي هډې برید شوی دی

د افغانستان د خوست په ولایت کې د ګډو ځواکونو پر پوځي هډې توغندیز بریدونه شوي دي.

1611754
په خوست کې د ګډو ځواکونو پر پوځي هډې برید شوی دی

 

د خوست ولایت د امنیې قومندان  داود امین خبري رسنیو ته ویلي دي چې طالبانو تیره ورځ د مازیګر په ناوخته ساعتونو کې  د افغان او بهرنیو ځواکونو پر ګډې پوځي هډې توغندیز بریدونه شوي دي.

هغه زیاته کړې ده چې د نوموړو توغندیو نه یو په یو کور لګیدلی دی او بل يي په یو پټي کې لګیدلی دی.

د خوست د امنیې قومندان په وینا پدې برید کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی خو هغه ته يي د پام وړ مالي زیان اړولی دی.

یادې شوې هډې هم د بریدونو پخلی کړی دی او ویلي دي چې توغندي د هډې نه بهر لګیدلي دي.

طالبانو بیا د برید پخلی کړی دی او ویلي دي چې په یادې شوې هډې ګن شمیر توغندیز بریدونه کړي او افغان ځواکونو ته د ځاني زیانونو د اړولو ادعا کړې ده .


پيوندونه: #برید , #خوست

اړوند خبرونه