د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه شوې ده .

د کابل د باغ داوود په سیمه کې چاودنه شوې

1607158
د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه شوې ده .

 

د کابل نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه د پغمان ولسوالۍ د باغ داوود په سیمه کې شوې ده .

د کابل پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن د سهار د نهو بجو په شاوخوا کې د پغمان ولسوالۍ اړوند د باغ داوود په سیمه کې د پولیسو په یو رینجر چاودنه وشوه.

په چاودنه کې یو تن پولیس ټپي شوی دی.

د بله پلوه د کابل پولیسو نن سهار د پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د قمبر د څلور لاري په سیمه کې یوې چاودنې مخنیوی وکړ. پولیسو په سیمه کې د کشف کړي ماین  د شنډولو په خاطر سیمې ته غځیدلې ټولې لارې د ټرافیک پر مخ تړلې وې.



اړوند خبرونه