په میدان وردګ ولایت کې د ملي پوځ چورلکې سقوط کړی

د افغانستان د ملي پوځ چورلکې سقوط وکړ

1603414
په میدان وردګ ولایت کې د ملي پوځ چورلکې سقوط کړی

د افغانستان د میدان وردګ په ولایت کې د ملي پوځ یوې چورلکې سقوط کړی دی.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې تیره شپه د میدان وردګ ولایت  د بهسودو په ولسوالۍ کې د ملي دفاع وزارت اړوند یوې چورلکې سقوط کړی چې په نتیجه کې ۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

پدې پيښه کې ۴ تنو د چورلکې پیلوټانو او تخنیکي پرسونل او ۵ تنو امنیتي سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.

پداسې حال کې چې د افغانستان د دفاع وزارت ویلي دي چې ددې چورلکې د سقوط لامل معلوم ندی خو ځیني رسنیو بیا ویلي دي چې دا چورلکه د زورواکي  علي پور د ملیشه ځواکونو لخوا ویشتل شوې ده .

د پيښې په اړه تحقیقات دوام لري.



اړوند خبرونه