په جلال آباد ښار کې چاودنه شوې
د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې چاودنه شوې ده.
1591097

د جلال آباد ښار نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه د نهمې حوزې په مربوطاتو کې د موټر پلورنځیو په سیمه کې شوې ده .
چاودنه په یو ریکشا کې شوې ده .
عینې شاهدانو ویلي دي چې پدې پیښه کې د ریکشا چلوونکي ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ننګرهار ولایت د پولیسو ویاند ویلي دي چې نن جمعه د غرمې نه مخکې د جلال آباد ښار د باګینونو په سیمه کې په یوې هندي ریکشا کې چاودنه شوې ده .
هغه ویلي دي چې چاودنه د مقناطیسي بم له امله شوې ده . په پیښه کې د ریکشا چلوونکي ژوند د لاسه ورکړی دی.