د هرات ولایت د ملي امنیت د مرستیال پر موټر وسله وال برید شوی
په هرات کې ناپيژاندو برید کوونکو د ملي امنیت د مرستیال پر موټر برید کړی
1587895

– د افغانستان د هرات ولایت د ملي امنیت ریاست د مرستیال پر موټر وسله وال برید شوی دی.
سیمه ایزو رسنیو د هرات ولایت والي سید وحید قتالي له قوله لیکلي دي چې نن سهار د هرات په شمالي برخه کې د سید مختار په سیمه کې د ملي امنیت ریاست د مرستیال پر موټر د ناپیژانده وسله والو لخوا برید شوی چې په نتیجه کې دوو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
والي ویلي دي چې د ملي امنیت مرستیال د برید پر مهال په موټر کې شتون نه درلود . په برید کې د هغه یو تن ساتونکی او موټر چلوونکي ژوند د لاسه ورکړی دی.
د برید مسئولیت تر چا په غاړه ندی اخیستی.