په هلمند کې چاودنه شوې
په هلمند کې چاودنې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
1587575

د افغانستان د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې درنده چاودنه شوې ده .
د هلمند ولایت ځايي مقاماتو ویلي دي چې نن یکشنبه د فبروري ۲۱ مه نیټه د غرمې نه مخکې د لسو بجو په شاوخوا کې په لښکرګاه ښار کې د سړک د غاړې د ماین چاودنه شوې.
چاودنه په یو موټر شوې ده . د چاودنې په نتیجه کې یو تن مړ او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
د هلمند ولایت روغتیايي چارواکیو ویلي دي چې پدې پيښه کې یو تن مړ او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.