په کابل کې دوه پرله پسې چاودنې وشوې
کابل نن سهار دوو چاودنو ولړزو
1587157

د افغانستان پلازمینې کابل نن سهار یو ځل بیا د دوو چاودنو شاهدي وکړه.
نن خالي د فبروري ۲۰ مه نیټه د سهار په ساعتونو کې په پلازمینه کابل کې دوه جلا جلا چاودنې وشوې.
د ویلو ده چې لومړۍ چاودنه د کابل د شپږمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې دارلامان په سړک کې رامنځته شوه چې په نتیجه کې دوه تنه ټپیان شوي دي.
همداشان د لومړۍ چاودنې نه یواځې ۱۵ دقیقې وروسته په کابل کې د دویمې چاودنې غږ واوریدل شو.
دویمه چاودنه د کابل د پولیسو د څلورمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د کارتې پروان په سیمه کې په یو موټر کې وشوه.
پدې چاودنه کې دوو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د کابل پولیسو ویلي دي چې دویمه چاودنه په یو موټر د چسپکې بم په نتیجه کې رامنځته شوې ده چې له امله يي دوو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.