امریکا متحده ایالتونه د طالبانو سره لاسلیک کړې د سولې په هوکړه لیک بیا کتنه کوي.

د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار د خپل افغان سیال حمد الله محب سره ټیلیفوني خبرې وکړې

1569394
امریکا متحده ایالتونه د طالبانو سره لاسلیک کړې د سولې په هوکړه لیک بیا کتنه کوي.

 

دا خبره د امریکا د ولسمشر جو بایدن د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان وکړه.

همداشان سپینې ماڼۍ د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب سره ټیلیفوني خبرې وکړې او وویل چې د طالبانو سره به د سولې په خاطر په لاسلیک شوي هوکړه لیک بیا کتنه وکړي.

 د امریکا د ملي امنیت سلاکار خپل افغان سیال محب ته ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې د طالبانو سره د لاسلیک شوي سولې هوکړه لیک باندې د بیا کتنې په مسئله کې به وګوري چې ایا طالبانو ددې هوکړه لیک سره سم  د ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي که نه، په افغانستان کې تاوتریخوالی کچه راټیټه کړې ده او که نه او په کومه کچه بین الاافغاني مذاکراتو ته ژمن پاتې شوی دی.

سپینې ماڼۍ ویلي دي چې ښاغلي سالیوان ددې خبرې په ټینګار  ویلي دي چې امریکا د سولې په اړه د هلو ځلو نه کلک ملاتړ کوي په شرط ددې چې دواړه خواوې عادلانه او دوامداره اوربند ته ورسیږي.

د بله پلوه د امریکا د سي ان ان تلویزیون ویلي دي چې د جو بایدن حکومت  د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ماموریت موده غځولې ده .



اړوند خبرونه