په هرات کې پر پولیسو او ملي اردو سرتیرو جلا جلا بریدونه شوي
په هرات کې د پولیسو پر پوستې چاودنه او د ملي اردو په سرتیرو وسله وال برید شوی
د افغانستان د هرات په ولایت کې د ملي اردو د سرتیرو پر موټر وسله وال برید شوی دی.
د هرات ولایت د پولیسو ویاند خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن د چار شنبې ورځ د جنوري ۲۰ د سهار په وختي ساعتونو کې د ملي اردو د سرتیرو پر موټر د ناپیژاندو موټرسایکل سپرو برید کوونکو لخوا وسله وال برید شوی دی.
د ویاند په وینا پدې برید کې د ملي اردو ۳ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړ او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
د بله پلوه تیره شپه په هرات ولایت کې د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی چې په نتیجه کې ګن شمیر پولیس ټپیان شوي دي.
د هرات د پولیسو ویاند ویلي دي چې پرون سې شنبه د شپې په ناوخته ساعتونو کې د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ د مالان پله په سیمه کې د پولیسو پر پوستې چاودنه شوې ده چې په نتیجه کې ۶ تنه پولیس ټپیان شوي دي.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی