په کابل کې چاودنه شوې

په کابل کې د پولیسو پر موټر چاودنه شوې

1562021
په کابل کې چاودنه شوې

د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه وشوه.

د کابل نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې چاودنه د کابل د اتمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

ویل کیږي چاودنه  د پولیسو په یو رینجر ډوله موټر د ستانکزي ښارګوټی په سیمه کې شوې ده  .

کابل پولیسو ویلي دي چې دا چاودنه د ماسپخین د یوې نیمې بجې په شاوخوا کې رامنځته شوې ده چې  په نتیجه کې موټر زیان لیدلی خو له نیکه مرغه چې چاته پکې ځاني زیان ندی اوښتی.

د ویلو ده چې تیره شپه هم د کابل د تایمي د پروژې په سیمه کې چاودنه شوې وه.

عیني شاهدانو ویلي دي چې بم په یوې ګلدانۍ کې ځای په ځای شوی وو.

چاودنې د شاوخوا کورونو شیشې ماتې کړي خو له نیکه مرغه چې چاته ځاني زیان ندی رسولی.

د کابل پولیسو د پیښې پخلی کړی او ویلي دي چې له نیکه مرغه چې پدې پیښه کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی.


پيوندونه: #چاودنه , #کابل

اړوند خبرونه