په کندهار کې یو تن پولیس خپل ۸ ملګري په ډزو وژلي دي

د افغانستان د کندهار په ولایت کې یو تن یو تن پولیس خپل ۸ تنه ملکري په ډزو وژلی دي.

1556742
په کندهار کې یو تن پولیس خپل ۸ ملګري په ډزو وژلي دي

 

د کندهار ولایت نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې د ارغنداب په ولسوالۍ کې د ځانګړې قطعې د پولیسو نه یو تن په خپلو ملګرو خونړی برید کړی او ۸ تنه يي وژلي دي.

ویل کیږي دا پیښه د ارغنداب ولسوالۍ د سرکاري باغ په سیمه کې رامنځته شوې ده .

د بله پلوه د طالبانو د ویندویانو نه احمدي د ټولنیزې مډیا له لارې د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د کندهار ولسوالۍ د ارغنداب ولسوالۍ د سرکاري باغ په سیمه کې د افغان ځانګړو ځواکونو ترمنځه خپل منځنۍ نښته شوې ده . هغه پدې نښته کې د ۱۴ تنو سرتیرو د وژل کیدو ادعا کړې ده . هغه ویلي دي چې د برید نه وروسته برید کوونکي د خپلو وسلو سره یو ځای طالبانو ته پناه وړې ده .

خو ځايي سرچینې بیا وايي چې نفوذې برید کوونکی هم د نورو سرتیرو په ځوابي برید کې وژل شوی دی.

ویل کیږي دا پیښه نن دوشنبه د دسمبر ۴ مه نیټه د سهار په ساعتونو کې رامنځته شوې ده .

د کندهار ولایت د پولیسو ویاند جمال بارکزي د پیښې پخلی کړی دی خو وژل شوو سرتیرو د شمیرې په اړه يي څه ندي ویلي.

هغه ویلي دي چې د پيښې په اړه جزیات به وروسته د رسنیو سره شریک کړي.



اړوند خبرونه