په جلال آباد کې چاودنه شوې
د جلال آباد د لومړۍ ناحیې په سیمه کې چاودنه شوې
1555003
د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې چاودنه شوې ده .
د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي دي چې نن پنجشنبه د دسمبر په ۳۱ مه نيټه د جلال آباد ښار په لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې ښځو باغ ترڅنګ په یو رینجر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې ده. همداشان پدې چاودنه کې د رینجر سربیره یوه ریکشا هم زیانمنه شوې ده .
هغه پدې چاودنه کې د یو تن د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی. همداشان پدې پيښه کې د عام نظم دوه تنه سرتیري هم ټپیان شوي دي.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی