د افغانستان په پلازمینه کابل کې پر پوځي موټر چاودنه شوې ده .

په کابل کې چاودنه شوې

1552899
د افغانستان په پلازمینه کابل کې پر پوځي موټر چاودنه شوې ده .

 

نن دوشنبه د دسمبر ۲۸ نیټه د سهار د څه کم ۸ بجو په شاوخوا کې د کابل د کلوله پشتې په سیمه کې په یو پوځي موټر چاودنه شوې ده .

همداشان د کابل پولیسو ویلي دي چې نن دوشنبه د سهار په ۷ بجو او ۵۰ دقیقو د کابل د څلورمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د کلوله پشتې په سیمه کې په یو پوځي رینجر ډوله موټر چاودنه شوې ده .

د کابل پولیسو ویلي دي چې پدې برید کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی خو عیني شاهدانو بیا ویلي دي چې پدې پیښه کې ۳ تنه ټپیان شوي دي.

د ویلو ده چې پدې وروستیو ټول افغانستان او په ځانګړې توګه د پلازمینې کابل امنیتي وضعیت تر ټولو په خراب حالت کې قرار لري. کابل هره ورځ د یوې او زیاتو چاودنو شاهدي کوي.


پيوندونه: #چاودنه , #کابل

اړوند خبرونه