د افغانستان د بادغیس په ولایت کې چاودنه شوې ده.
بادغیس کې چاودنه شوې
1548851
د بادغیس ولایت د مقر په ولسوالۍ کې په یو ملکي موټر چاودنه شوې ده.
د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې پيښه کې دوو تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی او یو تن بل ټپي شوی دی.
د بادغیس ولایت د ولایتي شورا غړي عبدالناصر نظري خبري رسنیو ته ویلي دي چې د مقر په ولسوالۍ کې د ملکي وګړو په بار وړونکې موټر د سړک په غاړه ځای په ځای شوی ماین چاودلی دی. په برید کې دوو تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی او یو تن بل ټپي شوی دی.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی