د بلخ د دولت آباد ولسوالۍ د ولسوال پر موټر چاودنه شوې

د افغانستان په شمال کې بلخ ولایت د دولت آباد ولسوالۍ د ولسوال پر موټر چاودنه شوې ده .

1548261
د بلخ د دولت آباد ولسوالۍ د ولسوال پر موټر چاودنه شوې

 

د بلخ ولایت د پولیسو ویاند عادل شاه عادل خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن د غرمې په ساعتونو کې د دولت آباد ولسوالۍ د ولسوال محمد یوسف پر موټر د مقناطیسي بم چاودنه شوې چې په نتیجه کې یواځې یو تن ټپي شوی دی.

ویل کیږي د چاودنې پر مهال ولسوال په موټر کې شتون نه درلود.

همداشان هغه خبري رسنیو ته ویلي دي چې د چاودنې پر مهال په موټر کې نه وو.

د ویلو ده چې پرون د بلخ ولایت  د شولګرې د ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر احمد نوید نبي د ماین په چاودنه کې ژوند د لاسه ورکړی وو.

ویل کیږي تیره ورځ د احمد نوید نبي موټر په لویه لاره کې په ځای په ځای شوي ماین برابر شو چې د چاودنې په نتیجه کې هغه ژوند د لاسه ورکړ.



اړوند خبرونه