د بګرام پر هوايي ډګر راکټي بریدونه شوي
د افغانستان په شمال کې د بګرام په هوايي ډګر ګن شمیر راکټي بریدونه شوي دي.
سیمه ایزو سرچینو ویلي دي چې د بګرام پر هوايي ډګر ۵ راکټي بریدونه شوي دي.
د بله پلوه د پروان ولایت د والي ویاندې خبري رسنیو ته ویلي دي چې د یو موټر نه د بګرام پر هوايي ډګر ګن شمیر راکټي بریدونه شوي دي.
هغې ویلي دي چې دا بریدونه د بګرام ولسوالۍ د قلندرخیل د سیمې نه شوي دي.
د هغې په وینا دا راکټونه په یو موټر کې ځای په ځای شوي وو چې پنځه يي د هوايي ډګر پر لورې توغول شوي او موټر د ۷ راکټونو نورو سره نیول شوی دی.
د ویلو ده چې لنډه موده مخکې د کابل د خیرخانې د لب جمر سیمې نه د کابل په مختلفو سیمو د یو سراچه ډوله موټر نه ګن شمیر راکټي بریدونه شوي وو .
همداشان د بګرام پر هوايي ډګر د راکټي بریدونو د ځاني او مالي تلفاتو په اړه څه ندي ویل شوي.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی