د کندهار د دامان ولسوالۍ پر مقام موټر بم برید شوی

د کندهار د دامان پر ولسوالۍ موټر بم برید شوی

1540623
د کندهار د دامان ولسوالۍ پر مقام موټر بم برید شوی

د افغانستان د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ  د ولسوالۍ پر مقام موټر بم برید شوی دی.

د کندهار ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نن دوشنبه د دسمبر ۷ مه نيټه د غرمې نه مخکې د کندهار ولایت د دامان د ولسوالۍ پر مقام او امنیې قومندانۍ د موټر بم برید شوی دی.

د کندهار ولایت  د پولیسو ویاند د پيښې پخلی کړی دی او ویلي دي چې دا برید د دامان ولسوالۍ د امنیې پر قومندانۍ شوی دی. 

د بله پلوه عیني شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې دا چاودنه پداسې حال کې رامنځته شوې ده چې په ولسوالۍ کې غونډې دوام درلود. 

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چې پدې چاودنه کې ۱۱ تنه ټپيان شوي دي. په ټپيانو کې د دامان ولسوالۍ د امنيې قومندان عبدالودود هم شتون لري.

د بله پلوه د کندهار ولايت د والي وياند بيا ويلي دي چې پدې چاودنه کې ۳۳ تنه ټپيان شوي دي. 

ټپيانو نه ۱۸ تنه د ولسوالۍ په ودانۍ کې او ۱۵ تنه په شاوخوا کورنو کې ټپيان شوي دي. 

په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شتون لري. 



اړوند خبرونه