د افغانستان د کندهار په ولایت کې د پولیسو پر پوستې د موټر بم برید شوی دی.

په کندهار کې پر پولیسو موټر بم برید شوی

1539924
د افغانستان د کندهار په ولایت کې د پولیسو پر پوستې د موټر بم برید شوی دی.

 

د کندهار ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نن د سهار په ساعتونو کې د ارغستان په ولسوالۍ کې د پولیسو په یوې پوستې د هاموې ټانک پر مټ برید شوی چې په نتیجه کې ۱۲ تنو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

د بله پلوه سیمه ایزو رسنیو ویلي دي چې دا برید د ارغستان ولسوالۍ د صوفیانزي په سیمه کې شوی دی چې په نتیجه کې لسو تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

د بله پلوه نن د سهار په ساعتونو کې د افغانستان په لویدیځ کې په هرات ولایت کې پر پولیسو د نامعلومو موټر سایکل سپرو برید کوونکو لخوا ډزې شوي دي.

د هرات ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن سهار د هرات ولایت د اسلام قلعه د ګمرک په دروازه کې نامعلومو موټر سایکل سپرو برید کوونکو پر پولیسو ډزې کړي چې په نتیجه کې دوه تنه سرتیري او یو تن ملکي وګړي ژوند د لاسه ورکړی دی.

دا لا معلوم ندی چې برید د چا لخوا شوی دی. ویاند ویلي دي چې د پيښې په اړه تحقیقات پيل شوي دي.



اړوند خبرونه