په کابل ښار ګن شمیر راکټي بریدونه شوي

د افغانستان په پلازمینه کابل کې  د څو چادونو نه وروسته په ښار ګن شمیر راکټي برید هم شوي دي.

1531589
په کابل ښار ګن شمیر راکټي بریدونه شوي

د افغانستان په پلازمینه کابل کې  د څو چادونو نه وروسته په ښار ګن شمیر راکټي برید هم شوي دي.

نن سهار د کابل ښار په اومې ، دولسمې حوزو په مربوطاتو کې د جلا جلا چاودنو نه وروسته د ښار په شمالي او مرکزي برخو ګن شمیر راکټي بریدونه شول.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې نن خالي ورځ د نوامبر ۲۱ د سهار په ۸ بجو او ۵۰ دقیقو د کابل په ښار د ۲۳ راکټونو بریدونه شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې ترهګرو نن سهار په پلازمینه کابل ۲۳ راکټي بریدونه کړي چې په خواشینۍ سره راکټونه په استوګنیزو سیمو لګیدلي دي.

ویاند ویلي دي چې دا راکټونه د کابل د لسمې حوزې په مربوطاتو کې، د چارقلعه د برق برج، طاهري کوڅې، نعمت پلازا، د سلام خصوصي پوهنتون ترڅنګ، د ګل سرخ څلور لارې، صدارت څلور لاري، پل باغ عمومي ، سپین زر جادې، د ملي ارشیف ترڅنګ ، د مریم لیسې په سیمه او ۵۰۰ فامیلیو کې لیګدلي دي.

ویاند ویلي دي چې په ډیرې خواشینۍ سره چې  پدې بریدونو کې ۸  تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی او ۳۱ تنه نور ټپیان شوي دي.



اړوند خبرونه