د افغانستان پنځو نوماند وزیرانو د ولسي جرګې نه د باور رای واخیسته

د افغانستان د مالیې ، بهرنیو چارو ، دفاع ، کورنیو چارو او عدلیې نوماند وزیرانو د پارلمان نه د باور رای ترلاسه کړه.

1531769
د افغانستان پنځو نوماند وزیرانو د ولسي جرګې نه د باور رای واخیسته

 

د افغانستان ملي شورا نن پداسې حال کې د کابینې وزیرانو ته د اعتماد د رای ورکولو په خاطر عمومي غونډه وکړه چې سهار په کابل کې د څو چاودنو نه وروسته د کابل ښار په مختلفو سیمو ۲۳ راکټي بریدونه وشول.

د افغانستان ولسي جرګې لومړی د مالیې وزارت ته نوماند وزیر عبدالهادي ارغندیوال لپاره رای اچونه وکړه.

د مالیې نوماند وزیر عبدالهادي ارغندیوال د ولسي جرګې د ۲۴۶ رایو نه د ۲۰۵ موافقو، ۳۲ مخالفو ۹ ممتنع رایو په ترلاسه کولو سره د ولسي جرګې د باور رای ترلاسه کړه .

همداشان وروسته د بهرنیو چارو وزارت ته نوماند محمد حنیف اتمر لپاره د باور د رای ورکولو په خاطر رایې وکارول شوې.

محمد حنیف اتمر د ولسي جرګې د ۲۴۶ رایو نه  د ۱۹۷ موافقو په ترلاسه کولو سره د باور رای ترلاسه کړه.

همداشان د ملي دفاع وزارت لپاره نوماند  اسدالله خالد  هم د ولسي جرګې د ۲۴۶ رایو نه د ۲۰۶ موافقو رایو په ترلاسه کولو سره د باور رای ترلاسه کړه.

د کورنیو چارو وزارت ته نوماند مسعود اندرابي بیا د ولسي جرګې د ۲۴۶ رایو نه د ۲۱۴ مواقفو ، ۲۵ مخالفو او ۷ سپینو رایو په ترلاسه کولو سره  د باور رای ترلاسه کړه.

همداشان د عدلیې د وزارت لپاره نوماند وزیر فضل احمد معنوي د ولسي جرګې د ۲۴۶ رایو نه د ۲۲۰ موافقو، ۹ مخالفو او  ۱۰ سپینو او ۷ باطلو رایو په ترلاسه کولو سره د باور رای ترلاسه کړه.



اړوند خبرونه