د افغانستان د کابینې لسو نوماند وزیرانو د ولسي جرګې نه د باور رای ترلاسه کړه

د افغانستان  ولسي جرګې د مالیې ، بهرنیو چارو ،  دفاع ، کورنیو چارو ، عدلیې، کار او ټولنیزو چارو، مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ، حج او اوقافو ، سوداګرۍ  او لوړزو زده کړو چارو وزیرانو ته  د باور رای ورکړه

1531868
د افغانستان د کابینې لسو نوماند وزیرانو د ولسي جرګې نه د باور رای ترلاسه کړه

 

د افغانستان ملي شورا نن پداسې حال کې د کابینې وزیرانو ته د اعتماد د رای ورکولو په خاطر عمومي غونډه وکړه چې سهار په کابل کې د څو چاودنو نه وروسته د کابل ښار په مختلفو سیمو ۲۳ راکټي بریدونه وشول.

د افغانستان ولسي جرګې لومړی د مالیې وزارت ته نوماند وزیر عبدالهادي ارغندیوال لپاره رای اچونه وکړه.

د مالیې نوماند وزیر عبدالهادي ارغندیوال د ولسي جرګې د ۲۴۶ رایو نه د ۲۰۵ موافقو، ۳۲ مخالفو ۹ ممتنع رایو په ترلاسه کولو سره د ولسي جرګې د باور رای ترلاسه کړه .

همداشان وروسته د بهرنیو چارو وزارت ته نوماند محمد حنیف اتمر لپاره د باور د رای ورکولو په خاطر رایې وکارول شوې.

محمد حنیف اتمر د ولسي جرګې د ۲۴۶ رایو نه  د ۱۹۷ موافقو په ترلاسه کولو سره د باور رای ترلاسه کړه.

همداشان د ملي دفاع وزارت لپاره نوماند  اسدالله خالد  هم د ولسي جرګې د ۲۴۶ رایو نه د ۲۰۶ موافقو رایو په ترلاسه کولو سره د باور رای ترلاسه کړه.

د کورنیو چارو وزارت ته نوماند مسعود اندرابي بیا د ولسي جرګې د ۲۴۶ رایو نه د ۲۱۴ مواقفو ، ۲۵ مخالفو او ۷ سپینو رایو په ترلاسه کولو سره  د باور رای ترلاسه کړه.

همداشان د عدلیې د وزارت لپاره نوماند وزیر فضل احمد معنوي د ولسي جرګې د ۲۴۶ رایو نه د ۲۲۰ موافقو، ۹ مخالفو او  ۱۰ سپینو او ۷ باطلو رایو په ترلاسه کولو سره د باور رای ترلاسه کړه.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت ته نوماندې وزیرې معصومه خاوري هم د ولسي جرګې د ۲۴۶ موافقو ، ۶۷ مخالفو او ۲۵ سپینو رایو په ترلاسه کولو سره د باور رای ترلاسه کړه.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ  وزارت ته نوماند وزیر عباس بصیر د  ولسي جرګې د ۲۴۶ رایو نه د ۱۹۷ موافقو، ۲۲ مخالفو، ۱۳ سپینو او ۱۴ باطلو رایو په ترلاسه کولو سره د باور رای ترلاسه کړه.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته نوماند وزیر بشیر احمد تینج د ولسي جرګې د ۲۴۶ رایو نه د ۱۹۰ موافقو ، ۴۰ مخالفو او ۱۶ سپینو رایو په ترلاسه کولو سره د باور رای ترلاسه کړه.

همداشان ولسي جرګې د افغانستان د حج او اوقافو وزارت ته نوماند محمد قاسم حلیمي ته هم د باوی رای ورکړه. محمد قاسمي حلیمې د ولسي د ۲۴۶ غړیو نه د ۱۴۸ تنو د موافقو رایو په ترلاسه کولو سره د ولسي جرګې نه د باور رای ترلاسه کړه.

ولسي جرګې د سوداګرۍ وزارت ته نوماند نثار احمد فیضي غوریاني ته هم د باور رای ورکړه. د سوداګرۍ نوماند وزیر د ولسي جرګې د په ننۍ عمومي جسله کې د حاضرو ۲۴۶ تنو وکیلانو نه د ۲۱۳ تنو د موافقو رایو په ترلاسه کولو سره د ولسي جرګې نه د باور رای ترلاسه کړه.



اړوند خبرونه