په کندوز ولایت کې د ملکي وګړو په کور د هاوان مرمۍ لګیدلې

د افغانستان په شمال کې په کندوز ولایت کې په یو کور د هاوان توپ مرمۍ د لګیدو په نتیجه کې  ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

1530607
په کندوز ولایت کې د ملکي وګړو په کور د هاوان مرمۍ لګیدلې

 

د کندوز ولایت  ځايي مقاماتو ویلي دي چې تیره شپه د تلوکه  په ولسوالۍ کې په یو کور د هاوان توپ مرمۍ ولګیدله چې په نتیجه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ تنه مړه او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د پيښې په اړه د بیان په خپرولو سره ویلي دي دا د هاوان برید د طالبانو لخوا شوی دی چې  ملکي وګړو ته يي مرګ ژوبله اړولې ده .

د کندوز ولایت د والي ویاند خبري رسنیو ته ویلي دي چې ددې خونړي برید قربانیان ټول ملکي وګړي دي. بې ګناه ښځې او ماشومان دي.

د ویلو ده چې پدې وروستیو ورځو کې د کندوز ولایت د امام صیب او دشتي ارچي په ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځه قوي نښتې رامنځته شوي دي.



اړوند خبرونه