د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه شوې ده .

په کابل کې چاودنه شوې

1528511
د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه شوې ده .

 

د کابل نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه نن د غرمې د ۱۲ بجو او ۳۰ دقیقو په شاوخوا کې د کابل د دریمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده .

د کابل پولیسو د پیښې پخلی کړی دی. پولیسو ویلي دي چې نن دوشنبه د نوامبر ۱۶ مه د کابل د دریمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې سیلو په سیمه کې یوه چاودنه رامنځته شوې ده .

چاودنه په یو ملکي موټر  د نښلول شوي مقناطیسی بم په نتیجه کې رامنځته شوې ده .

په چاودنه کې لږ تر لږه دوه تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د بله پلوه نن د غرمې نه مخکې په هرات ولایت کې هم په چاودنه کې  ۷  تنو امنیتي ځواکونو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.

د هرات ولایت سیمه ایزو مقاماتو ویلي دي چې نن د غرمې نه مخکې د هرات – اسلام قلعه په لویه لاره د امنیتي ځواکونو په رینجر ډوله موټر چاودنه شوې چې په نتیجه کې ۷ تنه سرتیري ټپیان شوي دي.


پيوندونه: #چاودنه , #کابل

اړوند خبرونه