په ننګرهار کې پوځي چورلکې سقوط کړی

د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې یوې پوځي چورلکې سقوط کړی دی.

1525657
په ننګرهار کې پوځي چورلکې سقوط کړی

 

د افغانستان د دفاع وزارت ویلي دي چې په ډیرې خواشینۍ چې ددوې یوې چورلکې د تخنیکي ستونزو له کبله سقوط کړی دی.

نن چار شنبه د نوامبر ۱۱ مه  د افغانستان دفاع وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې  تیره شپه د ۱۲ بجو په شاوخوا کې ددوې یوې چورلکې د تخنیکي ستونزې له کبله د ننګرهار ولایت  د حصارک په ولسوالۍ کې سقوط کړی.

په بیان کې زیاته شوې ده چې په ډیرې خواشینۍ سره چې پدې پیښه کې  د چورلکې پیلوټ او یو تن پولیس ژوند د لاسه ورکړی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

د ویلو ده چې لنډه موده مخکې په هلمند ولایت کې هم  د ملي پوځ چورلکو سقوط کړی وو چې په نتیجه کې د هوايي ځواکونو ۹ تنو هوايي منسوبینو ژوند د لاسه ورکړی وو.



اړوند خبرونه