د افغانستان په شمال کې د فاریاب ولایت د المار په ولسوالۍ ډله ایز برید شوی دی.

په فاریاب ولایت کې د موټر بم برید شوی

1524840
د افغانستان په شمال کې د فاریاب ولایت د المار په ولسوالۍ ډله ایز برید شوی دی.

 

د فاریاب ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو طالبانو تیره شپه د شپې په نیمايي کې د المار ولسوالۍ د امنیې  پر قومندانۍ د موټر بم برید وکړ چې وروسته نښته پيل شوه.

د فاریاب ولایت والي نقیب الله فایق خبري رسنیو ته ویلي دي چې طالبانو تیره شپه د المار ولسوالۍ پر امنیې قومندانۍ ډله ایز برید وکړ.

هغه ویلي دي چې طالبانو لومړی د امنیې قومندانۍ په مخکې د موټر بم برید وکړ او وروسته نور برید کوونکي د امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ښکیل شول.

هغه ویلي دي چې نښتې تر ننه سهاره پورې دوام وکړ.

د بله پلوه سیمه ایزو چارواکیو ویلي دي چې پدې چاودنه او نښته کې ۴ تنه افغان سرتیري مړه او  پنځو تنو نور ټپیان شوي دي. همداشان پدې پيښه کې ۱۰ ملکي وګړي  هم  ټپيان شوي دي.

 

همداشان برید کوونکي هم ټول وژل شوي دي.



اړوند خبرونه