په کندهار کې د موټر بم چاودنې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د کندهار په میوند ولسوالۍ کې خونړۍ چاودنه شوې

1524283
په کندهار کې د موټر بم چاودنې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د افغانستان په کندهار ولایت کې د موټر بم چاودنې ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده .

د کندهار ولایت نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې پرون یکشنبې د نوامبر ۸ مه د ماښام په ساعتونو کې د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې  د موټر بم چاودنه وشوه.

ویل کیږي چاودنه د پولیسو په یو مرکز شوې ده .

برید کوونکو د یو لوی موټر سره چې په چاویدونکو توکو بار کړی وو دا برید کړی دی.

په برید کې ۵ تنه مړه او ۲۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

پدې برید کې وژل شوي ټول ملکي وګړي دي چې ښځې او ماشومان هم پکې شتون لري.

د پيښې د ټپیانو لویه برخه هم ملکي وګړي تشکیلوي. دا برید پداسې حال کې کیږي چې تیره ورځ د کندهار د امینې قومندان تادین خان ویلي وو چې  په یاد شوي ولایت کې د طالبانو په یو کتار چې د غونډې لپاره روان ول هوايي برید چې په نتیجه کې په لسګونو تنه طالبان وژل شوي دي.



اړوند خبرونه