په زابل کې د ملکي وګړو پر موټر چاودنه شوې

د افغانستان د زابل په ولایت کې د ملکي وګړو پر موټر چاودنې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

1517111
په زابل کې د ملکي وګړو پر موټر چاودنه شوې

 

د زابل ولایت د والي ویاند ګل اسلام سیال خبري رسنیو ته ویلي دي چې د زابل ولایت د مرکز قلات اړوند کیشانو په سیمه کې د ملکي وګړو په تونس ډوله موټر چاودنه شوې ده .

هغه ویلي دي چې موټر د واده موټر وو چې په نتیجه کې ۴ تنه مړه او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

ویل کیږي په وژل شوو او ټپیانو کې ښځې شتون لري.

د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی. د ویلو ده چې په افغانستان کې د سړک د غاړې ماینونه چې د طالبانو  د بریدونو اصلي وسیله بلل کیږي ډیری پکې ملکي وګړي ژوند د لاسه ورکوي.


پيوندونه: #چاودنه , #زابل

اړوند خبرونه