د افغانستان د کابل، میدان وردګو، کندهار او زابل په ولایتونو کې چاودنې شوي دي

په څلورو ولایتونو کې چاودنو ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

1515761
د افغانستان د کابل، میدان وردګو، کندهار او زابل په ولایتونو کې چاودنې شوي دي

د افغانستان په میدان وردګ، قندهار ،زابل  او کابل په ولایتونو کې چاودنو ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده .

د میدان وردګ ولایت د والي ویاند محب الله شریفزي خبري رسینو ته ویلي دي چې د جلریز په ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر موټر چاودنه شوې ده .

هغه ویلي دي چې پدې چاودنه کې ۴ تنو ملکی وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د بله پلوه نن د سهار په ولایت کې  په کندهار ولایت کې هم د چاودنې خبر ورکړی دی.

د کندهار ولایت امنیتي ځواکونو خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن د سهار په ساعتونو کې د شاه ولي کوټ په ولسوالۍ کې چاودنه شوې ده چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۲ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د بله پلوه نن د سهار په ولایت کې په زابل ولایت کې هم ځانمرګی برید شوی چې په نتیجه کې د برید کوونکي نه پرته بل چا ته ځاني زیان  ندی اوښتی.

د زابل ولایت د امنیې قومندان خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن سهار یو تن ځانمرګي برید کوونکي چې پر امنیتي ځواکونو د برید هوډ درلود هدف ته د رسیدو نه مخکې ځان چولی دی چې له نیکه مرغه چاته پکې ځاني زیان ندی رسیدلی.

همداشان نن د سهار په ساعتونو کې د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه وشوه چې په نتیجه کې ۳ تنه ملکي وګړي ټپیان شول.



اړوند خبرونه