په افغانستان کې د القاعدې یو ډیر مهم مشر ووژل شو

په افغانستان کې د هند د لویې وچې لپاره د القاعدې مشر المصري ووژل شو

1515311
په افغانستان کې د القاعدې یو ډیر مهم مشر ووژل شو

د افغانستان د ملي امنیت ریاست د القاعدې ترهګرې ډلې د یو مهم مشر د وژلو نه خبر ورکړی دی.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست په غزني ولایت کې د القاعدې ترهګرې ډلې دویم کس ابو محسن المصري د وژلو نه خبر ورکړی دی.

ملي امنیت ریاست ویلي دي چې ددوې ځانګړو ځواکونو په غزني ولایت کې د هند د لویې وچې لپاره د القاعدې ترهګرې ډلې مشر ابو محسن المصري د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې وژلی دی..

د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویلي دي چې په غزني ولایت کې د القاعدې ترهګرې ډلې د مهم مشر وژل کیدو ددې ښکارندويي کوي چې طالبانو تر اوسه پورې د القاعدې ترهګرې ډلې سره خپلې اړیکې پرې کړي ندي او اوس هم سره نږدې اړیکي لري.

د طالبانو او امریکا ترمنځه د سولې د هوکړه لیک د مهمو شرطونو او مادو نه یوه  د القاعدې ترهګرې ډلې سره د طالبانو د اړیکو پریکړون دی.

 

 



اړوند خبرونه