په کندهار کې پر طالبانو خپل ماین چاودلی دی

د افغانستان د کندهار په ولایت کې ګن شمیر طالبان د خپل ماین ښکار شول.

1511536
په کندهار کې پر طالبانو خپل ماین چاودلی دی

 

د کندهار ولایت نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې د میوند په ولسوالۍ کې پر طالبانو د خپل ماین چاودنه شوې ده .

د کندهار ولایت د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزي خبري رسنیو ته ویلي دي چې د میوند ولسوالۍ د لوی کاریز په سیمه کې د طالبانو په یو بایفور موټر  د سړک د غاړې د ماین چاودنه شوې ده چې په نتیجه کې د دوو تنو طالب قومندانانو په ګډون ۵ تنو طالبانو ژوند د لاسه ورکړی دی.

هغه ویلي دي چې طالبانو لخوا خښ شوی ماین پخپله د طالبانو پر موټر چاودلی دی.

طالبانو ددې پیښې په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویلي.



اړوند خبرونه