په زابل کې پر پولیسو د موټر بم برید شوی

د زابل د شاجوې په ولسوالۍ کې د پولیسو پر مرکز ډله ایز برید شوی دی

1509311
په زابل کې پر پولیسو د موټر بم برید شوی

د افغانستان د زابل په ولایت کې پر پولیسو د موټر بم برید شوی دی.

د زابل ولایت د امنیې قومندان حکمت الله کوچي خبري رسنیو ته ویلي دي چې طالبانو تیره شپه په شاجوې په ولسوالۍ کې د پولیسو پر مرکز ډله ایز برید  کړی چې نښتې اوس هم دوام لري.

هغه وویل چې طالبانو د سهار په ساعتونو کې بیا  د پولیسو پر مرکز د موټر بم برید هم کړی چې په نتیجه کې ۶ تنه پولیس ټپیان شوي دي.

هغه ویلي دي چې دا برید د شاجوی ولسوالۍ د نورک په سیمه کې شوی دی. هغه ویلي دي چې برید  د پولیسو مرکز ته د پام وړ زیانونه هم اړولي دي.

د بله پلوه د افغانستان د میدان وردګ په ولایت کې بیا پر امنیتي ځواکونو د موټر بم برید  مخنیوی شوی دی.

د میدان وردګ ولایت ځايي مقاماتو ویلي دي چې نن د سهار د ۴ بجو په شاوخوا کې طالبانو غوښتل چې د امنیتي ځواکونو پر مرکز د موټر بم برید وکړي چې هدف ته د رسیدو نه مخکې د امنیتي ځواکونو لخوا له منځه یوړل شو.

د موټر بم د چاودنې نه وروسته یوې ډلې برید کوونکو پر امنیتي مرکز برید وکړ چې په نتیجه کې نښته پیل شوه.

په نښته کې ۱۵ تنو طالبانو ته د مرګ ژوبلې د اړولو  ادعاء شوې ده . ویل کیږي پدې نښته کې ۸ تنه طالبان مړه او ۷ تنه ټپیان شوي دي.

همداشان په چاودنه او نښته کې د ۴ تنو امنیتي ځواکونو د ټپي کیدو نه هم خبر ورکړ شوی دی.


پيوندونه: #برید , #زابل

اړوند خبرونه