په کابل کې د خونړۍ چاودنې مخنیوی وشو

کابل کې په چاودیدوتکو توکو بار موټر ونیول شو

1509644
په کابل کې د خونړۍ چاودنې مخنیوی وشو

د افغانستان په پلازمینه کابل کې د سترې خونړۍ پیښې مخنیوی وشو.

په کابل کې د چاودیدونکو توکو نه بار او چاودنې ته چمتو یو موټر کشف او شنډ شو.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق آرین خبري رسنیو ته وویل چې  د کابل د دروازې د قومندانۍ د کنډک پولیسو  د سنګ نوشتې په سیمه کې یو کرولا ډوله په چاودیدونکو توکو بار او چاودنې ته چمتو موټر کشف او شنډ کړ.

همداشان پولیسو ددې پيښې په تړاو هم درې تنه نیولي دي.

د پيښې په اړه تحقیقات دوام لري.


پيوندونه: #مخنیوی , #چاودنه , #کابل

اړوند خبرونه