د افغانستان په خوست ولایت کې  دوه تنه طالبان د خپلو ماینونو ښکار شول.

په خوست کې د ماینونو پر انتقالوونکو چاودنه شوې

1509224
د افغانستان په خوست ولایت کې  دوه تنه طالبان د خپلو ماینونو ښکار شول.

 

د خوست ولایت امنیتي مسئولینو ویلي دي دوه تنه ماین خښوونکي چې غوښتل يي د خوست ولایت ته ماینونه انتقال کړي خپل ماینونه پرې چاودلي دي.

پدې چاودنه کې دواړه وژل شوي دي.

د خوست پولیسو ویلي دي چې دا پيښه د فارم باغ په سیمه کې رامنځته شوې ده.

برید کوونکو غوښتل چې ددې ماینونو سره بې ګناه او مظلوم انسانان د غم په ټغر کینوي خو پخپله پر دوې وچاودیدل چې په نتیجه کې دواړو ژوند د لاسه ورکړ.

پدې برید کې بل چا زیان ندی اوښتی.

د ویلو ده چې پدې وروستیو کې ماینونو او مقناطیسي بمونو په افغانستان کې په ځانګړې توګه ملکي وګړو ته ستر سرخوږی جوړ کړی دی.

د ماینونو او مقناطیسي بمونو له امله تلفاتو کچه د پام وړ لوړه شوې ده.

یواځې تیره ورځ په هرات، کونړ او  لغمان ولایتونو کې د چاودنو له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.


پيوندونه: #چاودنه , #خوست

اړوند خبرونه