په کندوز کې د ملکي وګړو پر کور د هاوان مرمۍ لګیدلې ده
په کندوز کې د ملکی وګړو پر کور د هاوان مرمۍ د لګیدو له امله ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
1507451
د افغانستان په شمال کې په کندوز ولایت کې په یو کور د هاوان مرمۍ د لګیدو په نتیجه کې ۱۲ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندوز ولایت پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن دوشنبه د اکتوبر ۱۲ مه نیټه د طالبانو لخوا توغول شوی هاوان د ملکي وګړو په کور لګیدلی چې په نتیجه کې ۵ تنه مړه او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
د کندوز د پولیسو ویاند هجرت الله اکبري خبري رسنیو ته ویلي دي چې دا پيښه نن سهار د لسو بجو په شاوخوا کې رامنځته شوې ده . هاوان د کندوز د څلورمې حوزې په مربوطاتو کې د شورابي قشلاق په سیمه کې په یو کور لګیدلی دی.
د پيښې قربانیان ښځې او ماشومان دي. د پيښې قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی