د افغانستان د هلمند،  زابل ، بغلان او بلخ ولایت کې پر امنیتي ځواکونو چاودنې او وسله وال بریدونه شوي

د افغانستان په څو ولایتونو کې پر امنیتي ځواکونو خونړي بریدونه شوي

1504445
د افغانستان د هلمند،  زابل ، بغلان او بلخ ولایت کې پر امنیتي ځواکونو چاودنې او وسله وال بریدونه شوي

 

تیره شپه د افغانستان په سویل کې  د هلمند ولایت  د نهر سراج په ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر قرارګاه د موټر بم برید شوی دی.

د هلمند ولایت د والي ویاند عمر ځواک خبري رسنیو ته ویلي دي چې تیره شپه د نهرسراج په ولسوالۍ کې د یخچال په سیمه کې د ملي اردو په قرارګاه د موټر بم برید شوی چې په نتیجه کې ۵ تنو امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې ده. پداسې حال کې حال کې چې ځواک پدې برید کې د دوو تنو سرتیرو د وژل کیدو او درې تنو نورو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی خو سیمه ایزو رسنیو بیا پدې برید کې د لسو تنو سرتیرو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.

همداشان تیره شپه د زابل ولایت د شهر صفا په ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستې خونړی برید شوی دی.

د زابل ولایت مقاماتو ویلي دي چې تیره شپه طالبانو د شهر صفا په ولسوالۍ کې  د امنیتي ځواکونو پر پوستې برید کړی چې په نتیجه کې ۶ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.

همداشان د بغلان په ولایت کې څلور تنه سرتیري  چې سمنګان ولایت ته روان ول د طالبانو لخوا د نیول کیدو نه وروسته په ډزو وژل شوي  دي.

د بغلان ولایت امنیتي سرچینې خبري رسنیو ته ویلي دي چې نوموړي سرتیري خپلو کورنیو ته د پيسو د لیږولو په خاطر د بغلان د چشمې شیر د سیمې نه د سمنګان ولایت مرکز پر لورې روان ول چې د طالبانو لخوا وژل شوي دي.

د بله پلوه نن د سهار په ساعتونو کې د بلخ په ولایت کې چاودنه وشوه.

ددې مقناطیسي بم په چاودنه کې لږ تر لږه ۲ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.

 



اړوند خبرونه