په ننګرهار ولایت کې ځانمرګی برید شوی

د ننګرهار ولایت د غني‌ خیلو په ولایت کې ځانمرګی برید شوی

1502071
په ننګرهار ولایت کې ځانمرګی برید شوی

د افغانستان په ختیخ کې په ننګرهار کې ولایت کې موټر بم برید شوی دی.

د ننګرهار ولایت نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې موټر بم برید  په غني خیلو ولسوالۍ کې رامنځته شوی دی.

د ننګرهار ولایت ځايی مقاماتو ویلي‌ دي چې چاودنه د غني خیلو ولسوالۍ مقام په مخکې شوې ده.

د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې برید کې  ۱۸  تنه مړه او۴۰ کسان ټپیان شوي‌ دي.

د ننګرهار ولایت د والي‌ ویاند عطاءالله خوږیاڼي ویلي‌ دي‌ چې نن د غرمې د ۱۲ بجو او ۲۰ دقیقو په شاوخوا کې د شینوارو ولسوالۍ تر څیرمه د موټر بم چاودنه شوې . 

هغه ویلي دي ترهګرو غوښتل چې د چاودنې نه وروسته د ولسوالۍ مقام ته داخل شي خو د امنیتي‌ ځواکونو لخوا يي مخه نیول شوې ده .



اړوند خبرونه