د هرات کندهار په لویه لاره کې خونړۍ ټرافیکي پيښه رامنځته شوې ده

د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې د هرات کندهار په لویه لاره کې ټرافیکي پيښې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

1500518
د هرات کندهار په لویه لاره کې خونړۍ ټرافیکي پيښه رامنځته شوې ده

 د افغانستان په لویدیځ کې د هرات - کندهار پر لویه لاره ټرافیکي پيښې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده .

د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې پیښه کې ۱۶ تنو مساپرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

د هرات ولایت ځايي مقاماتو خبري‌ رسنیو ته ویلي دي چې نن د سهار په ساعتونو کې د هرات - کندهار پر لویه لاره د دوه  مساپر وړونکو موټرو د جنګیدو په نتیجه کې ګڼ شمیر مساپرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هراتي چارواکیو په وینا پدې پیښه کې یو لوی مساپر وړونکی بس د یو فلانکوچ ډول کوچني مساپر وړونکي بس ته جنګیدلی دی چې په نتیجه کې لس تنه مړه او ۶ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

د هرات د والي‌ ویاند جیلاني فرهاد خبري‌ رسنیو ته بیا ویلي دي‌ چې دا پيښه کې د هرات ولایت د ادرسکن ولسوالۍ په مربوطاتو کې د تپه خاکي په سیمه کې رامنځته شوې ده . هغه ویلي دي‌ چې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شتون لري. د ویلو ده چې د روانې اونۍ په دننه کې په دایکندي ولایت کې هم په یوې ټرافیکي پیښه کې ۱۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.

د پيښې اصلي‌ لامل تر اوسه پورې معلوم ندی. 



اړوند خبرونه