په کابل کې چاودنه شوې

د کابل د خیرخانې په سیمه کې چاودنه شوې ده

1499750
په کابل کې چاودنه شوې

د افغانستان په پلازمینه کابل کې د ملي اردو پر موټر چاودنه شوې ده.

د کابل نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې نن چارشنبه د سپټمبر ۳۰ مه د سهار په ساعتونو کې د کابل د خیرخانې په سیمه کې د جمهوریت په څلور لاري کې د ملي اردو په یو موټر چاودنه شوې ده .

ویل کیږي  دا چاودنه د مقناطیسي بم له امله رامنځته شوې ده. په چاودنه کې د دوو تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.

د ویلو ده چې پدې وروستیو کې په ټول افغانستان کې د هدفي وژنو او بمي  بریدونو کچه ښه پسې لوړه شوې ده.



اړوند خبرونه