د افغانستان د خوست په ولایت کې چاودنه شوې

په خوست ولایت کې چاودنه شوې

1500347
د افغانستان د خوست په ولایت کې چاودنه شوې

د افغانستان په خوست ولایت کې چاودنه شوې.

د خوست ولایت پولیسو ویلي‌ دي چې نن د مازیګر په ساعتونو کې په خوست ښار کې درنده چاودنه وشوه.

ویل کیږي‌ پدې چاودنه کې لږ تر لږه ۶  تنه ټپیان شوي‌ دي. د پولیسو ویلي‌ دي‌ چې پدې چاودنه کې  یو تن مړ شوی چې ګمان کیږي‌ ځانمرګی برید کوونکی وو.

چاودنه د مجاهد په څلور لاري کې شوې ده.

د خوست د والي‌ ویاند طالب منګل هم ویلي دي‌ چې پدې پیښه کې ۶ تنه ټپیان شوي‌ دي.


پيوندونه: #چاودنه , #خوست

اړوند خبرونه