په دایکندي ولایت کې پر ملکي‌ وګړو خونړۍ چاودنه شوې

د افغانستان په مرکزي برخو دایکندي ولایت کې پر ملکي وګړو خونړۍ چاودنه شوې ده .

1499293
په دایکندي ولایت کې پر ملکي‌ وګړو خونړۍ چاودنه شوې

 

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه د ملکي وګړو د سپرلۍ پر موټر شوې ده چې په نتیجه کې ۱۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې په دایکندي‌ ولایت کې د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې ۱۷ تنو ملکي‌ وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

هغه ویلي‌ دي‌ چې چاودنه د طالب ترهګرو لخوا په لویه لاره کې د ځای په ځای شوي‌ ماین د ملکي‌ وګړو په فلانکوچ  موټر شوې ده چې په نتیجه کې ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښې ده.

هغه ویلي دي چې چاودنه د دایکندي ولایت د کجران ولسوالۍ د سلیمان آباد دښتې په سیمه کې رامنځته شوې ده .

د پیښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شتون لري.

پدې پيښه کې ۱۴ تنه ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی چې  ۷ يي ښځې، پنځه تنه يي ماشومان او دوه تنه يي نارینه دي.

همداشان پدې پیښه کې ۳ تنه ټپیان شوي دي. 


پيوندونه: #چاودنه , #دایکندي

اړوند خبرونه