د افغانستان په پلازمینه کابل کې  چاودنه شوې ده .

کابل کې پر پولیسو چاودنه شوې

1497605
د افغانستان په پلازمینه کابل کې  چاودنه شوې ده .
۲کابل.jpeg

 

د کابل نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نن د سهار  په ساعتونو کې د کابل د پولیسو د پنځمې امنیتي‌ حوزې په مربوطاتو کې پر پولیسو چاودنه شوې ده .

د کابل د پولیسو ویاند خبري رسنیو ته ویلي دي  چې نن خالي د سپټمبر ۲۶ مه د سهار په ساعتونو کې د کابل د پولیسو د پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د نیاز بیګ په سیمه کې پر پولیسو د مقناطیسي بم چاودنه شوې چې په نتیجه کې دوه تنه پولیس ټپيان شوي دي.

همداشان نن په کابل کې پولیسو د یوې خونړۍ چاودنې نه د مخنیوي‌ خبر هم ورکړی دی.

پولیسو ویلي‌ دي چې د کابل د اومې امنیتي‌ حوزې په مربوطاتو کې  د چاودنې مخنیوی کړی دی. پولیسو  په یو بایسکل کې ځای په ځای شوي‌ چاودیدونکي‌ توکي چې چاودنې ته چمتو شوي‌ وو کشف او شنډ کړي‌ دي.

د ویلو ده چې طالبانو د افغان حکومت سره د بین الافغاني‌ مذاکراتو د پيلولو سره سم د بریدونو او شدت کچه هم د پام وړ لوړه کړې ده .


پيوندونه: #چاودنه , #کابل

اړوند خبرونه