په کابل کې د خونړۍ فاجعې مخنیوی وشو

په کابل کې د دوو چاودنو مخنیوی وشو

1495648
په کابل کې د خونړۍ فاجعې مخنیوی وشو

د افغانستان په پلازمینه کابل کې د دوو خونړیو فاجعو مخنیوی وکړ.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي  دي چې پولیسو د کابل د پنځمې امنیتي‌ حوزې په مربوطاتو کې د ګوټې سنګي په سیمه کې یو کړۍ ماین چې چاودنې ته چمتو شوی وو کشف او شنډ کړ.

همداشان پولیسو د پغمان ولسوالۍ د قلعه حیدر خان په سیمه کې هم یو ماین چې د خونړۍ چاودنې او ملکي‌ وګړو د وژلو په موخه ځای په ځای شوی وو کشف او شنډ کړ.

د هیواد دښمنانو چې غوښتل نن یو ځل بیا بې ګناه انسانان په قتل ورسوي‌ د پولیسو لخوا يي مخه ونیول شوه او بمونه کشف او شنډ کړې شول.



اړوند خبرونه