په تخار کې پر افغان ځواکونو خونړي‌ بریدونه شوي

طالبانو په تخار کې پر افغان ځواکونو خونړي‌ بریدونه کړي

1494176
په تخار کې پر افغان ځواکونو خونړي‌ بریدونه شوي

د افغانستان په تخار ولایت د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځه په نښته کې ۹ تنو افغان امنیتی ځواکونو ژوند د لاسه ورکړی او ګن شمیر نور ټپیان شوي‌ دي.

 سیمه ایزو رسنیو  د تخار د امنیتي‌ مقاماتو له قوله لیکلي‌ دي چې طالبانو تیره شپه د یاد شوي‌ ولایت د دشت قلعه په ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر امنیتي‌ پوستو برید وکړ چې وروسته نښته پيل شوه.

پدې نښته کې ۶ تنو د ملي اردو سرتیرو او ۳ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ او ۴ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

ویل کیږي‌ نښتې څه باندې یو ساعت دوام وکړ. په نښته کې طالبانو ته هم د پام وړ ځاني‌ زیانونه اوښتي‌ دي‌ خو دقیقه شمیره يي معلومه نده. 

د ویلو ده چې طالبانو د افغان حکومت سره د بین الافغاني‌ مذاکراتو د پیلولو سره پر افغان ځواکونو د بریدونو کچه ښه پسې لوړه کړې ده .

ډیر شننونکي‌ وايي چې ددې خبرې لامل طالبان غواړي‌ چې په مذاکراتو کې خپل لاسبری وښايي او لا زیات امتیازات ترلاسه کړي.



اړوند خبرونه