په کابل کې چاودنه شوې

د کابل د اتمې حوزې په مربوطآتو کې چاودنه شوې

1494183
په کابل کې چاودنه شوې

د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه شوې.

د کابل پولیسو ویلي دي‌ چې چاودنه  نن د سهار د څه باندې ۹ بجو په شاوخوا کې د کابل د اتمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې شوې ده . ویل کیږي دا چاودنه د یو ماین په چاودنه کې شوې ده چې په نتیجه کې یو تن ماشوم ژوند د لاسه ورکړی دی.

د بله پلوه نن سهار د کابل د پنځمې حوزې په مربوطاتو کې هم د چاودنې نه خبر ورکړ شوی دی.

پدې چاودنه کې لږ تر لږه د ۳ تنو ملکي‌ وګړو د ټپي‌ کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.


پيوندونه: #چاودنه , #کابل

اړوند خبرونه